ایران د کوریا برمته کړې ټانکر کښتۍ خوشې کړه
ایران د جنوري په ۴ مه نیټه د چاپیریال د ککړولو له امله نیولې د سویلي کوریا د تیلو ټانکر کښتۍ خوشې کړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده ویلي دي چې د سویلي کوریا د حکومت او کښتۍ د خاوند په غوښتنه د ایران قضايي ارګانونو د سویلي کوریا د برمته شوې کښتۍ د خوشې کولو پریکړه وکړه.
خطیب زاده ویلي دي چې د کښتۍ د کپټان او پرسونل په سیمه کې د تیرو په برخه کې سابقې نه لرو د ایران قضايي ارګانونو سره ددوې د خوشې کولو په پریکړه کې ډیره زیاته مرسته کړې ده .
د ویلو ده چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو د جنوري د میاشتې په ۴ مه نيټه د بصرې په خلیج کې د سویلي کوریا اړوند یوه ټانکر کښتۍ د پرسونل سره یو ځای برمته کړه.
ددې پيښې نه وروسته د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ایران نه لیدنه وکړه.
هغه ددې کښتۍ د خوشې کولو غوښتنه وکړه چې ایران د فبروري په دویمه نیټه د کښتۍ ټول پرسونل خوشې کړ.
ایران ویلي وو چې دا کښتۍ چاپیریال د ککړولو له امله نیولې ده .