په میانمار کې د پوځ لخوا د مظاهره کوونکو وژنې دوام لري
په میانمار کې په روانو مظاهرو کې د مړو شمیره ۶۱۴ تنو ته لوړه شوه
میانمار کې د کودتا پر خلاف مظاهرې دوام لري. پدې هیواد کې د روانو مظاهرو په ترڅ کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره د ۶۱۴ تنو نه واوښته.
په میانمار کې د سیاسي زندانیانو سره د مرستې ټولنې د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په میانمار کې په روانو مظاهرو کې ۱۶ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي چې پدې ډول د مړو شمیره ۶۱۴ تنو ته لوړه شوه.
همداشان د امنیتي ځواکونو لخوا ۲۸۵۷ تنه مظاهره کوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي چې ۵۰۰ تنو د نظارت لاندې د نیولو امر شتون لري.
د بله پلوه میانمار د ځايي رسنیو د خبر له مخې تیره ورځ د میانمار د ساګینګ ایالت اړوند تازي په ښار کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه د وسله والې نښتې نه خبر ورکړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې د عسکرو لخوا پر مظاهره کوونکو د حقیقي مرمیو سره د برید نه وروسته مظاهره کوونکو هم د چړو او چاودیدونکو توکو نه جوړو کړو لاسي بمونو سره پر عسکرو بریدونه وکړل.
پدې نښته کې ۱۱ تنو مظاهره کوونکو ژوند د لاسه ورکړ او د عسکرو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ندي ورکړ شوي.
د میانمار پوځ د ی۲۰۲۱ کال د فبروري په لومړۍ نیټه په ټولټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدو په بهانه کودتا وکړه. پوځ د هیواد د منتخب حکومت مشران او سیاسي څیرې زنداني کړې.
ددینه وروسته د میانمار مشرې او د بهرنیو چارو وزیرې اونګ سان سو چي د زندان نه پر خلکو د کودتاچیانو پر خلاف د مقامت کولو او لارو او سړکانو ته د راوتلو غږ وکړ.
په میانمار کې د فبروري په شپږمه نیټه د کودتاچیانو پر خلاف سترې مظاهرې پيل شوې چې په نتیجه کې تر اوسه پورې ۶۱۴ تنه وژل شوي په زرګونو تنه ټپیان شوي او په زرګونو تنه د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.