په سویډن کې د چړې په برید کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي
په سویډن کې یو تن په شاوخوا خلکو د چړې سره برید کړی دی
1594642
په سویډن کې د یو تن لخوا په شاوخوا خلکو د چړې سره د برید له امله ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
دا برید د سویډن د یونکوپینګ ښار اړوند د ویتلاندا په سیمه کې رامنځته شوی دی.
د یونکوپینګ پولیسو ویلي دي چې د ویتلاندا په سیمه کې د چړې په برید کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې یو تن برید کوونکي په شاوخوا خلکو د چړې سره برید کې چې په نتیجه کې ۸ تنه ټپیان کړي دي.
د پولیسو په وینا برید کوونکی د شلو کلونو عمر په شاوخوا کې دی. برید کوونکی د پولیسو لخوا ویشتل شوی دی.
پولیسو ویلي دي ګمان کیږي چې یو ترهګری برید وي. د همدې امله يي د برید په اړه پراخه څیړنې پيل کړي دی.
پولیسو د برید کوونکي د هویت په اړه څه ندي ویلي. همداشان د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه هم څه ندي ویل شوي.