د امریکا استخباراتو د سعودي ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه جوړ کړی راپور خپور کړ
امریکا متحده ایالتونو د سعودي عربستان د ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه مهم راپور خپور کړ.
د سعودي عربستان د منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو لخوا جوړ شوی راپور خپور شو. په راپور کې ویل شوي دي چې جمال قاشقچي د ترکیې د استانبول په ښار کې د سعودي عربستان په جنرال قونسلګرۍ کې د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د ملي استخباراتو ادارې په ۲۰۱۸ کال کې د سعودي عربستان د منتقد ژورنالست جمال قاشقچي د جنایت په اړه راپور جوړ کړ خو د دونلد ټرمپ حکومت ددې راپور خپرولو ته اجازه ورنکړه.
دا راپور چې د امریکا د مرکزي استخباراتو د تشکیلاتو سره په هماهنګۍ کې جوړ شوی دی پکې راغلي دي چې د جمال قاشقچي د وژلو امر د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان لخوا ورکړ شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې په ترسره شوو تحقیقاتو کې دا نتیجه ترلاسه شوه چې په استانبول کې د جمال قاشقچي د نیولو او یا د وژلو په خاطر عملیات د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده په امر ترسره شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان په هیواد کې د مهمو پریکړو ټول میکانیزمونه د خپل کنټرول لاندې نیولي دي او د قاشقچي په جنایت کې د هغه ډیر نږدې یو سلاکار او امنیتي ډلې لاس درلود. ولیعهد شهزاده د قاشقچي په ګډون په بهر کې میشت د هیواد د ټولو مخالفو څیرو د غږ د ټپولو په خاطر د شدت نه کار اخیستی دی .
په راپور کې راغلي دي چې د قاشقچي د جنایت د ترسره کیدو پر مهال محمد بن سلمان خپل شاوخوا ټول نږدې کسان له دندو نه د ګوښه کولو او زنداني کولو سره ډارولي وو. د همدې امله د هغه مرستیالانو د هغه هر امر پرته د پوښتنې او قید او شرط نه پر ځای کولو او د هغه د امر نه پرته يي یو ګام هم نه اوچتولو.
په راپور کې راغلي دي چې د قاشقچي د جنایت ترسره کوونکې ۱۵ کسیزه ډله د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه استانبول ته لاړه . دا کسان ټول د محمد بن سلمان خاص کسان ول.
همداشان ددې جنایت ترسره کوونکې ډلې مشر سعود القحطاني د محمد بن سلمان د اجازې پرته یو ګام هم نشو اوچتولی.
همداشان ددې ډلې ۷ تنه د محمد بن سلمان خاص ساتوونکې دي او دا کسان د هغه د امر نه پرته ساه هم نشي اخیستی.
محمد بن سلمان قاشقچي ته د هیواد لپاره د ستر تهدید په سترګه کتل او د هغه د غږ د ټپولو غوښتنه يي کړې وه.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.