د امریکا د اوکلاهما په ایالت کې په یو کور وسله وال برید شوی
د امریکا د اوکلاهما په ایالت کې په یو وسله وال برید کې د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اوکلاهما ایالت اړوند د مسکوګي په کلي کې په یو کور د وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې د ۵ تنو ماشومانو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او یوه میرمن سخته ټپۍ شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې د مسکوګي په کلي کې په یو کور د برید په اړه راپور ترلاسه کړ. کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسید د یو تن وسله وال سره مخامخ شول چې د تیښتې هڅه يي کوله.
پولیسو نوموړی کس ونیو. کله چې پولیس کور ته ننوتل د پنځو تنو مړي او دوه ټپیان يي ولیدل.
ټپیان سمدلاسه روغتون ته انتقال او د درملنې لاندې ونیول شول خو له مخې مرغه چې د ټپیانو نه یو تن ماشوم په روغتون کې د سختو ټپونو نه ساه ورکړه.
پولیسو ویلي دي چې پدې پيښه کې جمعآ د پنځو تنو ماشومانو په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ او یوه میرمن سخته ټپۍ شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې د برید انګیزه معلومه نده خو د پیښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
د برید کوونکي نه هم تحقیقات دوام لري.