بلینکن : امریکا غواړي چې د ایران او پنځه جمع یو ترمنځه لاسلیک شوي تړون ته راستون شي

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې امریکا په یو شرط د پنځه جمع یو تړون ته بیرته ستنیږي چې ایران هم دې تړون ته راستون شي

1575547
بلینکن : امریکا غواړي چې  د ایران او پنځه جمع یو ترمنځه لاسلیک شوي تړون ته راستون شي

.

هغه دا څرګندونې  د ان بي سي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه د بهرني سیاست په اړه پوښتنې ځواب کړې.

بلینکن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا په ۲۰۱۸ کال کې جلا شوي د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ایران او پنځه جمع یو تړون ته بیرته د ستنیدو هوډ لري؟ وویل ، امریکا په یو شرط دې تړون ته ستنیږي چې ایران ددې تړون شرایط پر ځای کړي او دې تړون ته په ټوله معنا ستون شي. تړون په ټوله معنا عملي کړي.

بلینکن وویل چې ایران باید د امریکا او متحدینو سره د اټومي پروګرام ترڅنګ د یو زیات شمیر نورو مسئلو په ګډون د یو اړخیز پیاوړي او اوږد مهاله تړون په خاطر د مذاکراتو د میز تر شا کیني.

همداشان هغه خبرداری ورکړ که چیرې ایران په همدې شان ددې تړون نه سرغړونو ته دوام ورکړي کیدای شي چې د څو اونیو په دننه کې د اټومي وسلې د جوړولو په خاطر کافي یورانیم ترلاسه کړي.

هغه وویل چې امریکا په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شوي د ایران او پنځه جمع یو ډلې ترمنځه تړون ته ستنیدل غواړي چې په شرط ددې چې ایران هم دې تړون ته راستون شي او په ټولو هغه تهداتو چې کړي دي عمل وکړي.



اړوند خبرونه