جوزیف بورل: د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې ډیره مثبته فضا حاکمه ده
جوزیف بورل: د ترکیې سره په اړیکو کې د مثبتې فضا د تداوم په خاطر په توافق ورسیدو
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیتی سیاستونو عالي استازي جوزیف بورل وویل چې د ترکیې سره پدې وروستیو اونیو کې په اړیکو کې مثبته فضا حاکمه ده چې ددې مثبتې فضا د تداوم په خاطر سره په توافق ورسیدو.
هغه دا څرګندونې د اروپايي تولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې نه وروسته خبري غونډه ته وکړې. هغه وویل چې ددې غونډې د اجنډا د مادو نه یوه هم د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو په اړه وه.
هغه وویل چې د اروپايي ټولنې د شورا د غونډې نه وروسته د ترکېې مقاماتو لخوا اوچت شوي مثبت ګامونه ، رالیږل شوي پيغامونه او حسن نیت مونږ ټول نوټ کړي دي.
هغه وویل چې پدې غونډه کې د ترکیې د ډیالوګ او همکاریو د پياوړي کولو په خاطر تماسونو په اهمیت ټینګار وشو. هغه د ترکیې او یونان ترمنځه اکتشافي مذاکراتو پیلولو ته په اشارې سره وویل چې دا دواړه هیوادونه په خپلو منځونو کې موجودې ستونزې د ملګروملتونو سازمان د سمندري حقوقو د تړون په رڼا کې حلولی شي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره اونۍ په بروکسل کې په لیدونو کتنو کې د ورکړو او اخیستو پیغامونو په اړه ستاسې نظر څه دی؟ داسې وویل، په ۲۰۲۰ کال کې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې د سکتې رامنځته کوونکو ټولو مسئلو باندې مو خبرې وکړې. دا مسئلې مو د نظر نه تیرې کړې. دواړو خواوو ددې ستونزو د حل ، د یو بل سره د خپلو اندیښنو د شریکولو، په ګډه د کار کولو او د لا ښه ګاونډیتوب اړیکو په اړه سره په توافق ورسیدو.
هغه وویل د هغه مسئلو نه چې تیر کال اوړي په میاشتو کې زمونږ ترمنځه په اړیکو يي لکه د زهرو په څیر منفي تاثیرات درلود نن ورځ د مخې نه د لرې کولو له امله ډیر زیات خوښ یو. دم ګړۍ ترکیې په ختیځه مدیترانه کې د انرژۍ د پلټون چارې درولي او کښتۍ يي د سیمې نه په شا کړي دي. ددې مثبتې هوا د دوام په خاطر سره په توافق ورسیدو.
هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د ترکیې او یونان ترمنځه اکتشافي مذاکرات پیل شول. تمه لرو چې د فبروري د میاشتې په منځونو او یا وروستیو کې د قبرس د سولې د حل په خاطر هم مذاکرات پيل شي.
په ۲۰۲۰ کال کې ټولې مسئلې ډیرې ستونزمندې وې. د ښه اتمسفر د رامنځته کولو لپاره د قبرس او سمندري صلاحیتونو په څیر په مسئلو کې باید د سکونت نه کار واخیستل شي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.