ټرمپ د کډوالۍ او کار د ویزې په لرونکو امریکا ته په داخلیدو د لګولي بندیز موده وغځوله
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د کډوالۍ او کار د ویزې لرونکو امریکا ته په ننوتو لګولي بندیز موده د مارچ تر ۳۱ مې نیټې وغځوله.
ټرمپ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په امریکا کې په کاروبار د کرونا ویروس اغیزې دوام لري. د همدې امله د کډوالۍ او کار د ویزې په لرونکو امریکا ته د دسمبر تر ۳۱ مې نیټې په راتګ د لګول شوي بندیز نیټه د مارچ تر ۳۱ مې نیټې د غځولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د اپریل په ۲۲ مه نیټه د یو تقنیني فرمان په صادرولو سره د ۶۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالۍ او بعضو نورو ډولونو ویزو لرونکو په راتګ بندیز لګولی وو. وروسته يي د یو بل فرمان په لاسلیکولو سره د بندیز موده د کال تر پایه وغځوله.
ټرمپ په صادر کړي فرمان کې ویلي وو چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به د کډوالۍ ویزې لرونکو ته امریکا ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږی. همداشان وروسته يي بیا د کار ویزې لرونکي هم پدې بندیز کې شامل کړل.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.