په هندوستان کې یوه ناڅرګنده ناروغۍ لیدل شوې ده

په هندوستان کې د یوې ناڅرګندې ناروغۍ  له امله یو تن مړ او نږدې ۳۰۰ تنه نور په روغتون کې بستري شوي دي.

1540956
په هندوستان کې یوه ناڅرګنده ناروغۍ لیدل شوې ده

 

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د خبر له مخې د تیرې خالي په ورځ د نوموړي هیواد د اندرا پرادیش ایالت الارو په ښار کې په روغتون ته په سلګونو تنو ناروغانو مراجعه کړې ده . نوموړي ناروغان ټول په ناڅاپه توګه د بیهوشۍ، استفراق، د وجود رپیدل او بې حالۍ د شکایتونو سره روغتون ته مراجعه کړې ده .

ویل کیږي تر اوسه پورې ۳۰۰ تنه ددې نامعلومې ناروغۍ له امله روغتون کې بستري شوي دي او یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د سیمې ډاکټرانو ویلي دي چې  د نوموړې ناروغۍ په اړه يي تحقیقات پیل کړي دي خو تر اوسه پورې لا د ناروغۍ ډول معلوم ندی.

یواځې دومره پوهیږو چې دې ناروغۍ د ناروغانو په عصبي سیستم ډیرې بدې اغیزې کړي دي.

ډاکټرانو ویلي دي چې ددې ناروغۍ لامل ناپاکه اوبه او یا خواړه ندي.

د هندوستان د طبي علومو انیسیتیتوت یوې څیړونکې ډلې ویلی دي چې د سیمه ایزو ډاکټرانو سره په ګډه ددې ناروغۍ د تثبیتولو په اړه چارې پيل کړي دي.

بعضې روغتیايي متخصصینو ددې ناروغۍ لامل کیمیايي مواد ، د هوا ککړوالی او خراب شوي شیدې په ګوته کړي دي. همداشان بعضو نورو بیا ددې ناروغۍ اصلي لامل عصبي ناروغۍ بللې ده .



اړوند خبرونه