اسرائیلي چارواکي د ایراني سایسنپوه د وژنې په اړه د اعتراف په څیر څرګندونې کړي
د اسرائیل یو تن چارواکي د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د وژلو په اړه د اعتراف په څیر څرګندونې کړي دي.
اسرائیلي چارواکي ویلي دي چې نړۍ د فخري زاده د وژنې په مسئله کې باید د اسرائیل نه مننه وکړي.
پداسې حال کې چې د ایراني ساینسپوه د وژلو په اړه انعکاسات دوام لري د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې مرکه کوونکي اسرائیلي چارواکي د نوم د ښودولو نه يي ډډه کړې ده د ټولو پام ځانته رااړولی دی.
پداسې حال کې چې د اسرائیل حکومت د فخري زاده د وژنې مسئولیت په رسمي ډول منلی ندی خو دې اسرائیلي چارواکي په غیرې رسمي ډول د اسرائیلو لخوا د فخري زاده په وژنې اعتراف کړی دی.
هغه ویلي دي چې د کلونو راهیسې د فخري زاده د کسانو د تعقیب دنده يي درلوده. اسرائیل به د ایرا د اټومي پروګرام پر خلاف د ګامونو اوچتولو ته دوام ورکړي. ایران چې د فخري زاده په مشرۍ د اټومي وسلو د جوړولو ارزو درلوده او نړۍ يي د ستر ګواښ سره مخامخوله د فخري زاده د ګواښ د لمنځه وړو له امله نړۍ باید د اسرائیلو نه مننه وکړي.
د ویلو ده چې د ایران د اټومي پروګرام د مهمو ساینسپوهانو نه محسن فخري زاده د تیرې جمعې د ورځې د مازیګر په ساعتونو کې د پلازمینې تهران اړوند د دماوند ولسوالۍ د آبسرد په سیمه کې د وسله وال برید په نتیجه کې ووژل شو.
د ویلو ده چې د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو د ۲۰۱۸ کال د اپریل په میاشت کې په خپله وینا کې د ایران د اټومي پروګرام د معمار په توګه د فخري زاده نه یادونه کړې وه.
د بله پلوه د اسرائیل د یدیعوت اخرونوت ورځپاڼې په خپور کړی خبر کې ویلي دي چې لومړي وزیر نتنیاهو د فخري زاده د وژنې په اړه په جوړې کړې خبري غونډه کې په فخري زاده په برید کې د اسرائیلو د رول نه یادونه کړې وه.