په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته د پایلو د اعلان په اړه ناڅرګندي دوام لري.

په امریکا کې د ټاکنو نه وروسته ناڅرګندي دوام لري

1523047
په امریکا متحده ایالتونو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته د پایلو د اعلان په اړه ناڅرګندي دوام لري.

 

د امریکا موجود ولسمشر دونلد ټرمپ  په رای شمیرنه کې د درغلیو د ترسره کیدو له امله په یو زیات شمیر ایالتونو کې په محاکمو کې اقامه د دعوا کړې ده . همداشان تر اوسه پورې د ټرمپ ټولې دعواګانې د محکمو لخوا رد شوي دي.

د میشیګان او جورجیا ایالتونو ایالتي محکمو په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو  له امله  د ولسمشر ټرمپ لخوا د رایو د بیا شمیرنې او یا پوستې له لارې د کارول شوو رایو د نه شمیرولو غوښتنه کړې وه چې د محکمو لخوا يي غوښتنې رد شوي دي.

دواړو ایالتونو محکمو ویلي دي چې په ټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدو د ادعاء اړوند وړاندې شوي دلایل کافي ندي.

د امریکا د پنسلوانیا، جورجیا، شمالي کارولینا ، اریزونا، نوادا او الاسکا  کې د رای شمیرنې بهیر دوام لري.

د شمیرل شوو رایو له مخې ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن تر اوسه پورې ۲۶۴ الکترال کالج رایې او جمهوریت پلوو نوماند موجود ولسمشر ډونلد ټرمپ بیا ۲۱۴ الکترال کالج رایې ترلاسه کړي دي. د ۲۷۰ الکترال کالج رایو ترلاسه کوونکی د ولسمشر په توګه ټاکل کیږي چې بایدن دې هدف ته ډیر زیات نږدی شوی دی.

د بله پلوه د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ د نوامبر په ۳ مه نیټه د ترسره شوو ټاکنو په اړه چې پایلې تر اوسه پورې اعلان شوي ندي په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ټرمپ د ټاکنو د امنیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ټاکنو د امنیت د خوندي ساتلو په اړه يي ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي دي.

هغه وویل « که چیرې د قانوني لارو څخه کارول شوې رایې وشمیرل شي  زه يي په ډیره اسانه ګټم. که چیرې غیرې قانوني او د وخت نه وروسته کارول شوې رایې وشمیرل شي ډیموکراټان به دا ټاکنې زمونږ نه غلا کړي. دا مسئله به تعقیب کړو.»

ټرمپ وویل چې تر اوسه پورې د فلوریدا، لاوا، انډیانا او اوهایو په څیر په ایالتونو کې ټاکنې ګټلي دي.

هغه وویل چې مونږ د میډیا ، پيسو او ټکنالوژۍ د ستر سترو شرکتونو د مداخلې سره سره دا بری ترلاسه کړی دی.

ټرمپ وویل چې د ټاکنو پایلو ته په کتلو سره د نظرسنجیو شرکتونو نظرسنجي ګانې ټولې غلطې راوتلي دي.

ټرمپ زیاته کړه چې د نظر سنجیو شرکتونو په قصدي ډول غلط معلومات خپاره کړل. د هغوې د انتظاراتو سره سم شنه څپه خپره نشوه. ددې پر ځای سره څپه خپره شوه . همداشان رسنیو هم د غلطو نظرسنجیو په خپرولو سره د ټاکنو په بهیر کې د مداخلې هڅه کړې ده .

ټرمپ وویل چې جمهوریت پلوي ګوند پدې ټاکنو کې د سنا په مجلس کې خپلې څوکۍ حفظ کړي دي. همداشان په کانګرس کې هم څوکۍ د لاسه ورکړي ندي.

ټرمپ زیاته کړه چې په ټولو مهمو سیمو کې مونږ ګټلې وه خو وروسته په معجزوي ډول سره یو ځل زمونږ رایې مخ په راټیټیدو شوې. ډیموکراټانو ناظرینو ته د قانوني دندې ترسره کولو ته اجازه نده ورکړې. په یو زیات شمیر سیمو کې مو محکمو ته مراجعه کړې ده .

ټرمپ وویل چې پوره باور لري چې په اریزونا کې به ټاکنې وګټي.

هغه وویل چې مونږ به د ټاکنو د امنیت نه دفاع کولو ته دوام ورکړو او درغلیو ته به اجازه ورنکړو. هیچا ته به اجازه ورنکړو چې غیرې قانوني رایې پر مونږ تحمیل کړي.

ټرمپ د ډیموکراټانو او بایدن لخوا ټولې رایې ته وشمارل شي غوښتنې ته په ځواب کې وویل چې ، مونږ دلته د قانوني کلمه کارولو ته مجبور یو. ټول قانوني رایې باید وشمیرل شي. مونږ د روڼتیا او شفافیت پلوي کوو. په پټه توګه د رای شمیرنې، په ډیره پټه توګه پیدا شوي رایې او د ټاکنو د ورځې نه وروسته کارول شوې غیرې قانوني رایې نه منو.

ټرمپ وویل چې مونږ حقیقي او شفافو ټاکنو غوښتنه کوو چې دا د امریکا د خلکو په ګټه هم دی.

ټرمپ زیاته کړه چې ډیرې زیاتې دعواګانې به وشي. ځکه چې زمونږ په لاس کې د درغلیو اړوند ډیر زیات دلیلونه او شواهد شتون لري. کیدای شي چې دا مسئله سترې محکمې ته انتقال شي.

تاسې به يي شاهدي وکړۍ. مونږ به ډیرې زیاتې دعواګانې پرانیزو ځکه چې د درغلیو له لارې زمونږ نه د ټاکنو د غلا کولو هڅې روانې دي.

هغه وویل چې مونږ د میاشتو میاشتو راهیسې وایو چې د پوستې له لارې رایو کارونه کیدای شي چې ستر فلاکت رامنځته کړي.

د بله پلوه د امریکا د ولسمشرۍ نوماند جو بایدن بیا د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې هیچا ته به اجازه ورنکړو چې ډیموکراسي زمونږ نه واخلي. نه اوس او نه هم په راتلوونکې کې.

بایدن ویلي دي چې پرته د شکه چې د ټاکنو ګټوونکي مونږ یو. هغه په خپلو پلویانو د صبر او حوصلې کولو غږ وکړ.



اړوند خبرونه