اذربایجان د ارمنستان بریدونه په شا وتنبول
د اذربایجان پوځ ویلي دي ارمنستان پوځ د اوربند سره سره تیره شپه د شپې په اوږدو کي بریدونه کړي چې ددوې لخوا په شا تنبل شوي دي.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ارمنستان پوځ د لاسه ورکړو موضعګانو د نیولو په خاطر تیره شپه یو سلسله بریدونه وکړل چې د اذربایجان د پوځ لخوا يي مخنیوی وشو او په شا وتنبول شول.
د اذربایجان پوځ د نوموړو بریدونو د په شا تنبولو په بریدونو کې د ارمنستان د پوځ یو ټي ۷۲ ټانک، ۳ د ګراډ توغندیو دستګاوې او یو زیات شمیر سرتیري له منځه وړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د اذربایجان د ځواکونو لخوا د روانو عملیاتو په لړ کې د ارمنستان د ۹مې، پنځمې او ۵۲۲ مو غنډونو یو زیات شمیر پرسونل پوځي موټرې، وسلې او مهمات د پریښودو سره د یو زیات شمیر سیمو نه په شا شوي دي.
همداشان د عملیاتو پر مهال د ارمنستان د پوځ د لومړي غنډ په سیمه کې یوه دایمي موضع له منځه وړل شوې ده .
د اذربایجان ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکړي او ددې سربیره ځینې مهمې او ستراتیژې سیمې نیولي دي.
همداشان د ارمنستان پوځو د اذربایجان د اغدام ، ترتر او ګوران بوی په ښارونو کې پر ملکي وګړو بریدونه کړي دي.
د ویلو ده چې ارمنستان او اذربایجان په مسکو کې په مخامخ لیدنه کې د جنګي اسیرانو او جنازو د تبادلې په موخه د اکتوبر د لسمې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره اوربند اعلان کړی وو چې له بده مرغه ارمنستان لوري ددې اوربند نه په سرغړونې سره پر ملکی سیمو بریدونو ته ورکړ