په ټایلنډ کې د بس او ریل ګاډي د جنګیدو په نتیجه کې ۲۰ تنه وژل شوي
په ټایلنډ کې د یو بس او ریل ګاډي د جنګیدو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1506775
د ټایلنډ د پلازمینې بنکاک په ۸۰ کیلومترۍ کې د چاچوینګسایو په سیمه کې یو ریل ګاډي د یو بل موټر سره چې ۶۵ تنه مساپر پکې سپاره ول وجنګید.
سیمه ایزو مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې پر مهال په سیمه کې شدید باران وریده او د لید اندازه هم ډیره کمه شوې وه. په لوی احتمال سره چې د بس چلوونکي ریل ګاډی نه وو لیدلی.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او تر ۳۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د پيښې ټپيان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
ویل کیږي بس موټر د چاچوینګسایو په سیمه کې د بودستانو معبد ته زیارت کوونکي انتقالول چې د ریل ګاډي سره وجنګید.
پولیسو د پيښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.