ارمنستان د موقت اوربند سرغړونه وکړه

ارمنستان د اوربند نه سرغړونه کوي

1506507
ارمنستان د موقت اوربند سرغړونه  وکړه

ارمنستان د اذربایجان سره د کړي موقت اوربند نه سرغړونه کوي. دا خبره د اذربایجان  د دفاع وزارت وکړه.

د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې ارمنستان د موقت اوربند سره سره د اذربایجان په خاوره کې پر ملکي وګړو او سیمو بریدونو ته دوام ورکوي.همداشان ځیني بریدونه يي د اذربایجان د دافع هوا ځواکونه لخوا دفع شوي دي. همداشان اذربایجان ځواکونو سمدلاسه په ځوابي بریدونه وکړل.

د بله پلوه د اذربایجان پوځي ویلي دي چې د قره باغ د ازادولو په خاطر په روانو کړو عملیاتو کې څه باندې ۲۸۰ د ارمنستان ټانکونه او زغروالې موټر ، نږدې ۳۰۰ توپونه او توغندیو دستګاه وې، څه باندې ۶۰ دافع هوا سیستمونه، ۱۶  قومندې مرکزونه او د څار نقعټۍ ، اته د وسلو او مهامتو زیرمې، څه باندې ۱۵۰ عسکي او پوځي لارۍ  او یو هم اس ۳۰۰ د اوږدواټنه توغندي سیستم له منځه وړي دي.

همداشان اذباجیان ځواکونو د ارمنستان اړوند ۱۸ ټانکونه نیولي دي.

د اذربایجان لوی څارنوالۍ بیا د ارمنستان په بریدونو د ځاني او مالي تلفاتو په اړه معلومات ورکړل.لوی څارنوالۍ ویلي دي چې د سپټمبر د ۲۷ مې د عملیاتو نه وروسته د ارمنستان په بریدونو کې د اذربایجان ۳۱ تنه ملکي وګړي مړه او ۱۷۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

همداشان ۱۱۳۷ کورونه او ۴۵ اپاتمانونو او ۱۴۶  دولتي ودانیو زیان لیدلی.

 

 



اړوند خبرونه