مرکل : د ترکیې او یونان ترمنځه د ستونزې د حل یواځنۍ لار مذاکرات دي

د جرمني‌ لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل وویل چې په ختیځه مدیترانه کې د روانو ستونزو حل د ډیالوګ سره د امکان وړ دی.

1480913
مرکل : د ترکیې او یونان ترمنځه د ستونزې د حل یواځنۍ لار مذاکرات دي

 

مرکل دا څرګندونې د وړي‌ د موسم په عنعنوي  خبري‌ غونډه کې وکړې.

هغې وویل « ما د ترکیې او یونان ترمنځه د روان کړکیچ د حل او د تاوتریخوالي‌ د کچې د راټیټولو په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي‌ دي. دا ډول ستونزې ځینې وخت تکرار تکرار دواړو خواوو ترمنځه د خبرو سره اواریدی شي.

همدشان د اقتصادي سیمو د ویش اړوند په مسئلې او جنجالونه یواځې د خبرو سره د حل وړ دي.

جرمني‌ ددې ستونزې د حل په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي‌ دي.

مرکل وویل چې وخت نا وخته د فرانسې د ولسمشر ماکرون سره هم خبرې کوي. مرکل ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه او یونان  د ناټو د سازمان دوه غړي‌ هیوادونه دي.د ناټو د غړیو هیوادونو ترمنځه په اختلافاتو سترګې پټولې نشو.

د همدې امله غواړو چې د ناټو سازمان په منځ کې دې اختلافاتو ته د پای ټکی کیږدو او د حل لازمه لار ورته پيدا کړو.

مرکل د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره نن د لیدنې یا د ټیلیفوني‌ خبرو کوم پلان نلرم خو مونږ وخت نا وخته سره ټيلیفوني خبرې کوو او پدې مسئلو غږیږو. 

کله مو چې د ټیلیفوني‌ خبرو پلان جوړ کړ خامخا به يي تاسې سره شریک کړم.



اړوند خبرونه