اذربایجان ځواکونو د ارمني‌ ځواکونو یو قومندان اسیر نیولی دی

د اذربایجان پوځ د ارمنستان سره په پوله کې د ارمني ځواکونو  یو تن قومندان  د اسیر نیولو نه خبر ورکړی دی.

1477854
اذربایجان ځواکونو د ارمني‌ ځواکونو یو قومندان اسیر نیولی دی

 

اذربایجان پوځ ویلي دي‌ د ارمنستان سره د جبهې په کرښه کې د ارمني ځواکونو یوې کشفي‌ ډلې چې په ورانکارانه فعالیتونو لاس پورې کړی وو د اذربایجان د ځواکونو لخوا يي مخنیوی وشو. پدې نښته کې ارمني‌ ځواکونو د پام وړ ځاني‌ تلفات اوښتي‌ دي‌ او د کشفي‌ ډلې قومندان يي د اذربایجان د ځواکونو لخوا اسیر نیول شوی دی.

د یادولو وړ ده چې ارمنستان پدې وروستیو کې د اذربایجان پر خلاف بریدونو پارونکو اقداماتو کچه لوړه کړې ده .



اړوند خبرونه