د شمالي کوریا ولسمشر په کوما کې قرار لري: نیو یارک پوست ورځپاڼه
شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په کوما کې قرار لري. د خپلو صلاحیتونو لویه برخه يي خپلې خور ته انتقال کړي دي.
دا ادعا د نیویارک پوست ورځپاڼې د سویلي کوریا د رسنیو له قوله کړې ده . د سویلي کوریا د پخوانیو ولسمشرانو نه د کیم دای جونګ سلاکار چانګ سونګ مین د سویلي کوریا رسنیو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون سږ کال هم د هیواد په ډیر مهمو مراسمو کې ګډون نه وو کړی. هغه د بد روغتیايي وضعیت له امله پدې مراسمو کې ګډون نه وو کړی.
نوموړي سلاکار ویلي دي چې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کیم جونګ اون کوما ته تللی دی خو اوس هم ژوند دی.
هغه ویلي دي چې د شمالي کوریا د ولسمشر خور کیم یو جونګ د هیواد ادارې ته خپل پوره چمتوالی ښودلی دی. هغه وویل چې تر اوسه پورې په پوره ډول کومه تشه نده رامنځته شوې. همداشان د کومې تشې د نه رامنځته کیدو په خاطر د کیم جونګ اون خور په لومړي پلان کې ځای لري.
د بله پلوه د سویلي کوریا د استخباراتو چارواکیو ویلي دي چې پداسې حال کې چې د شمالي کوریا د ولسمشر ۳۳ کله خور په رسمي توګه د هغه د ځای ناستې په توګه ټاکل شوې نده خو بیا هم د هیواد د دویمې مشرې په توګه دنده ترسره کوي.
د یادولو وړ ده چې یو څه موده مخکې هم سویلي کوریا او حتا ځینو لویدیځوالو استخباراتو او چارواکیو د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون د عملیات نه وروسته کوما ته تللو ادعا کړې وه. حتا د سویلي کوریا ځینو چارواکیو د هغه د مرګ ادعا کړې وه خو وروسته کیم جونګ اون د یوې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې راڅرګند شو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.