ټرمپ : د ترکیې د ولسمشر اردوغان سره ډیرې ښې اړیکي لرو

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ یو ځل بیا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ډیرو ښو اړیکو د درلودو نه یادونه وکړه او وویل چې ترکیه خپلې چارې پخپله حلولی شي.

1475886
ټرمپ : د ترکیې د ولسمشر اردوغان سره ډیرې ښې اړیکي لرو

 

د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې خبري غونډه کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

ټرمپ د اګست شلمه د پنجشنې پر ورځ د عراق د لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي سره د ترسره کوونکې لیدنې په اړه هم معلومات ورکړل.

هغه وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ د عراق نه مو په لویه پيمانه خپل سرتیري ویستي‌ دي. مونږ ددې بې ځایه او بې معنا بې پایه جګړو نه وتل غواړو. په اصل کې پدې جګړو کې زمونږ دخالت او هلته د سرتیرو لیږل بې ځایه پریکړه وه. مونږ باید د پيل نه هلته سرتیري‌ نوې استولي. ټرمپ وویل چې زما په اند پدې جګړو کې ګډون او هلته د سرتیرو استول په تاریخ کې شوې تر ټولو بې ځایه او خرابه پریکړه وه. زمونږ هیواد باید د منځني‌ ختیځ په مسئله کې پدې اندازه ځان دخیل کړی نوی.

ټرمپ وویل چې امریکا د افغانستان او سوریې په شان د هیوادونو نه هم خپل سرتیري ویستي‌ دي‌ او ویستو ته دوام ورکوي.

هغه وویل مونږ چې کله د سوریې او ترکیې ترمنځه خپل سرتیري د سوریې نه ویستل ټولو ډیر اعتراض کولو او ددې پریکړې نه يي د یو ډیر ناسم تصمیم په توګه یادونه کوله خو دا پر ځای تصمیم وو. ځکه چې ترکیه خپلې چارې پخپله حلولی شي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ډیرې ښې اړیکو لرو.

د سوریې نه زمونږ وتلو کوم فلاکت چې ستونزه رامنځته نکړه او نن ورځ هر څه نورمال دي.

 



اړوند خبرونه