د سوډان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسرائیل او سوډان د اړیکو په اړه څرګندونو له امله له دندې ګوښه شو
د سوډان د بهرنیو چارو وزارت ویاند له دندې ګوښه کړی شو
د سوډان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حیدر بداوي ، د اسرائیل سره د اړیکو په اړه د څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړې شو. هغه د اسرائیل سره د اړیکو د نورمالیدو په اړه د ګامونو د اوچتیدو نه خبر ورکړی وو.
د سوډان د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند بداوي د اسرائیل سره د اړیکو په اړه د څرګندونو له امله له دندې ګوښه او بلې ادارې ته استول شوی دی.
د سوډان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بداوي د اسرائیل سره د اړیکو په اړه ویلي وو چې " د سوډان او اسرائیل ترمنځه د اړیکو عادي کیدل به د نورو هیوادونو په پرتله توپیر ولري. دا بهیر به بې ساری وي. " د هغه دې څرګندونو په هیواد کې حیرانتیا رامنځته کړې وه.
د ویاند د څرګندونو نه وروسته د سوډان د بهرنیو چارو وزارت پرون د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې وزارت د سوډان او اسرائیل د اړیکو په اړه کومې مسئلې بحث او غور ندی کړی او ویاند ته هم پدې اړه د څه ویلو هدایت ندی شوی.
په بیان کې راغلي دي چې ویاند حیدر بداوي لخوا د سوډان او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په برخه کې هلې ځلې ترسره شوي او ځیني ګامونه اوچت شوي دي څرګندونو ټول د حیرانتیا سره مخ کړي دي. همدې امله د مسئلې د رونتیا او روښانولو په خاطر مو دې څرګندونو ته اړتیا ولیده.
د سوډان او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي کیدو په برخه کې تر اوسه پورې کوم ګام ندی اوچت شوی او پدې اړه بحث هم ندی شوی.