په سویډن کې د یو جومات په مخکې د قران کریم سوځولو ته اجازه ورنکړل شوه.
د سویډن د مالمو د ښار پولیسو د ډنمارک د یو ښي اړخه افراطي ګوند مشر راسموس پالودان ته د یو جومات په مخکې د قرانکریم سوځولو ته اجازه ورنکړه.
ډنمارکي افراطي راسموس پالودان په هیواد کې د ښي اړخه افراطیانو اړوند د یوې انټرنټ پاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د سویډن د مالمو ښار روسن ګارد په سیمه کې د جمعې د لمانځه نه مخکې د یو جومات په مخکې د مظاهرې او قرانکریم د سوځولو د اجازې غوښتنه وکړه خو د ښار د پولیسو لخوا يي غوښتنه رد شوه.
نوموړي ښه اړخه افراطي مشر تیره ورځ د ټولنیزې مډیا له لارې ویلي وو چې د سویډن د مالمو په ښار کې د قرانکریم د سوځولو په خاطر يي حرکت کړی دی.
نوموړي ډنمارکي افراطي مشر ویلي وو چې په سویډن کې د ښي اړخه افراطي د سړکانو مشهور رسام دان پارک لخوا پدې هیواد کې د قرانکریم د سوځولو بلنه ترلاسه کړې وه چې ددې بلنې سره سم به د اګست په ۲۸ مه نيټه د جمعې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو د یو جومات په مخکې د قرانکریم د سوځولو پلان جوړ کړی وو.
افراطي ډنمارکي سیاستوال ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د سویډن د مالمو ښار د مسلمانانو لخوا اشغال شوی دی او تر اشغال لاندې په یو ښار کې لږ تر لږه غواړو چې مظاهره وکړو.
نوموړی دنمارکي سیاستوال چې په ډنمارک کې وخت نا وخته د قرانکریم د سوځولو او پارونکي تشبث سره مشهور دی د ۱۴ جلا جلا جرمونو له امله يي پر خلاف په محاکمه کې دعوا پرانیستل شوې وه او د مخکمې لخوا په ۳ میاشتو بند او ۳ کاله مدافع وکالت دنده د ځنډولو جزا ورکړ شوې وه.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.