اذربایجان د ارمنستان دوه ډرون الوتکې ویشتي دي
اذربایجان د ارمنستان دوه نورې ډرون الوتکې هم وویشتلې
1458911
د اذربایجان پوځ د ارمنستان اړوند د دوو بې پیلوټه الوتکو د ویشتو نه خبر ورکړی دی.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اذربایجان ځواکونو د ارمنستان سره د جبهې په کرښه کې د اغدام د سیمې نه د اذربایجان د ځواکونو د موضعګانو پر سر په کشفي الوتنو بوختې وې چې وویشتل شوې او راغورځول شوې.
په بیان کې راغلي دي چې ددینه مخکې هم د ارمنستان د پوځ اړوند ډرون الوتکې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.
د یادولو وړده چې ارمنستان ځواکونو د جولای په ۱۲ مه نيټه د اذربایجان د تووز په سیمه کې د اذربایجان د ځواکونو او ملکي وګړو په استوګنځایونو بریدونه پيل کړل چې په ځواب کې اذربایجان ارمنستان ته ډیر سخت ځواب ورکړ.
همداشان د دواړو هیوادونو په کرښه کې وخت نا وخته نښتې کیږي. ارمنستان خپل د اذربایجان پر خلاف بریدګر او یرغلګرو سیاستونو ته دوام ورکوي.