امریکا په جاپان د څه باندې ۲۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت نوي‌ نسل جنګي‌ الوتکې وپلورلې

امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په جاپان د ۲۳ عشاریه ۱۱ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۱۰۵ اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي‌ الوتکو پلورولو ته  اجازه ورکړه

1452565
امریکا په جاپان د څه باندې ۲۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت نوي‌ نسل جنګي‌ الوتکې وپلورلې

.

پدې ۱۰۵ الوتکو کې ۶۳ نورمالې او ۴۲ په لنډه مصافه کې د الوتنې او کیناستو او په عمودي‌ ډول د ناستې د قابلیت لرونکي‌ الوتکې شتون لري.

د امریکا متحده ایالتونو د امنیتي‌ همکاریو اژانس لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې  پدې ۱۰۵ اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي‌ الوتکو کې چې په جاپان پلورل کیږي ۶۳ نورمالې اف ۳۵ ای او ۴۲ په کمه مصافه کې د الوتکې او ناستې د قابلیت خاوندې اف ۳۵ بي ډوله الوتکې او پنځه د اف ۳۵ ډوله الوتکو اضافه ماشینونونه شتون لري.

د ویلو ده چې د امریکا لخوا په ۲۰۱۰ کال کې په سعودي عربستان د ۲۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي‌ تجهیزاتو د پلورولو نه وروسته د امریکا په تاریخ کې  په یو بهرني هیواد ترسره کیدونکې  ترټولو ستره دویمه سودا ده.

د ویلو ده چې د امریکا کانګرس پدې سودا باندې د اعتراض په خاطر ۳۰ ورځې قانوني‌ وخت لري.

د بله پلوه د امریکا  د دفاعي‌ او امنیتي همکاریو اژانس په ټایوان هم د پاتریوت هوايي دفاعي‌ سیستم او توغندیو د بیا رغونې او نوي کولو لپاره د ۶۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پرزه جاتو پلورولو  نه خبر ورکړی دی.



اړوند خبرونه