د جاپان لومړي وزیر د جاپان د خلکو نه بښنه وغوښته
د جاپان لومړي وزیر په ټاکنیز کمپاین کې د درغلیو له امله ددې د حکومت د وزیر د نیول کیدو له امله بښنه وغوښته
د جاپان لومړي وزیر ابې شینزو تیر کال په ټاکنو کې د درغلیو ترسره کولو او په پيسو د رایو د اخیستو له امله د نیول شوي پخواني عدلیې وزیر کاوي کسټیوکي او میرمن يي کاوي انري له امله د ټول هیواد نه بښنه وغوښته.
ابې په جوړه کړې خبري غونډه کې د استازو د مجلس غړی او د پخواني عدلیې وزیر او د هغه میرمن د مشورتي مجلس غړی انري د ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کې د ټاکنو په خاطر رایې په پيسو اخیستی وې په تور د نیول کیدو د مسئلې په اړه ارزونې وکړې.
لومړي وزیر ابې د کاوي او میرمن په اړه يي چې د تیرې چارشنبې پر ورځ د لیبرال ډیموکراټ ګوند نه استعفا وکړه وویل چې د پارلمان د غړیتوب نه د استعفا کولو نیت نلري پښیماني وښوده.
هغه وویل چې زمونږ د غړي او پارلمان د غړیو نیول کیدل یوه ډیره خواشینونکې پیښه ده.
ابې وویل " دا چې مونږ هغه ته د عدلیې د وزارت مسئولیت سپارلی وو او هغه مو د عدلیې د وزیر په توګه ټاکلی وو د همدې امله د جاپان د خلکو نه بښنه غواړم. ددې ستر مسئولیت احساس لرم چې د امله امله بښنه غواړم."
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.