امریکا تر زرو ډیر کډوال ماشومان ډیپورت کړي دي

یونسف سازمان : امریکا او مکسیکو نږدې ۱۵۰۰ تنه کډوال ماشومان ډیپورت کړي دي

1421452
امریکا تر زرو ډیر کډوال ماشومان ډیپورت کړي دي

امریکا متحده ایالتونو د نوي‌ ډول کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ د خطر سره سره د مارچ د میاشتې راهیسې لږ تر لږه د زرو تنه کډوالو ماشومان د ډیپورت کړي دي.

د ملګروملتونو  د ماشومانو مرستندویه سازمان  یونسف ویلي‌ دي  چې امریکا  د مارچ د میاشتې راهیسې لږ تر لږه زر تنه کډوال ماشومان پرته د کورنیو د غړیو نه مکسیکو، السلوادور، ګواتامالا او هندوراس ته ډیپورت کړي‌ دي.

په همدې موده کې مکسیکو هم ۴۴۷ کډوال ماشومان ګواتامالا او هندوراس ته ډیپورت کړي‌ دي.

ډیپورت شوي‌ ماشومان په خپلو هیوادونو کې ددې په بهانه چې کرونا ویروس نیولي‌ دي د ډیر بد چلند سره مخامخ شوي‌ دي. 



اړوند خبرونه