په کاناډا کې یوې الوتکې سقوط وکړ.
په کاناډا کې یوې الوتکې د نندارې پر مهال سقوط وکړ
1419293
د کاناډا شاهي هوايي ځواکونو ویلي دي چې ددوې یوه الوتکه چې د کرونا ویروس له امله يي خلکو ته د مورال ورکولو په خاطر د ځانګړو نندارو د ترسره کولو په خاطر الوتنه کړې وه سقوط کړی دی.
الوتکه د کاناډا د اکروبیټکس د ډلې د واورې مرغانو اړوند وه. په پيښه کې د الوتکې پيلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی او یو تن بل ټپي شوی دی.
الوتکې د الوتنې نه څو شیبې وروسته سقوط وکړ.
د کاناډا د دفاع وزیر هرجیت ساجن د نوموړې پيښې په اړه ژور خفګان ښودلی دی . ویل کیږي ددې پيښې له امله په سیمه کې په یو کور کې اورلګیدنه رامنځته شوې ده .
د ویلو ده چې دا د تیرو یو کال په دننه کې د کاناډا د اکروبیټیکس د ډلې دویمه پيښه ده چې رامنځته کیږي. تیر کال د اکتوبر په میاشت کې هم ددې هیواد د اکروبیټیکس د ډلې اړوند یوې الوتکې سقوط کړی وو چې پیلوټ ترینه ژوندی ژغورل شوی وو.