امریکا: د کرونا ویروس د چین لخوا جوړ شوی دی

امریکا متحده ایالتونو یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې کرونا ویروس د چین لخوا په لابراتوار کې جوړ شوی دی.

1410012
امریکا: د کرونا ویروس د چین لخوا جوړ شوی دی

 

داځل دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وکړه. هغه وویل چې د کرونا ویروس نوې ډول کووید ۱۹ د چین د ووهان په ښار کې د یو لابراتوار نه خپور شوی دی چې پدې اړه یو زیات شمیر شواهد او دلیلونه شتون لري.

پمپيو دا څرګندونې د ای بي‌ سي‌ تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه په خپله مرکه کې د کرونا ویروس اړوند هم پوښتنې ځواب کړې.

پمپیو وویل چې  چین حکومت د کرونا ویروس د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د نړۍوالو خبري اژانسونو کارکوونکي‌ او ژورنالستان د هیواد نه وویستل. همداشان هغه چینايي ډاکټرانو چې  د نوي‌ ډول کرونا ویروس نه يي‌ خبر ورکړ خولې ټپې کړې چې او د نړۍ نه يي هر څه پټ کړل. چین غوښتل چې په ووهان کې رامنځته شوی دا ویروس د ټولو نه پټ کړي چې په ډیره لنډه موده کې ټولې نړۍ ته خپور شوو او د سلګونو زرو تنو ژوند يي واخیست .

هغه وویل چې د چین د حکومت لخوا د کرونا ویروس د پټولو د هلو ځلو په اړه ډیر غوڅ او کره اسناد او شواهد شتون لري.

هغه زیاته کړه چې" ولسمشر ټرمپ‌ پدې مسئله کې ډیر قاطع دی. زمونږ لخوا په ټاکل شوي وخت کې به ددې مسئلې د مسئولینو نه حساب وپښتو."

پمپیو زیاته کړه چې " دا لومړی ځل ندی چې چین د معیارونو نه په ټیټو لابراتوارونو کې نړۍ په ویروس اخته کوي‌ . د چین د وروسته پاتو لابراتوارونو  د ناکامو فعالیتونو په نتیجه کې دا لومړی ځل ندی چې نړۍ د داسې یوې ستونزې سره مخامخیږي. پخوا هم د ورته ستونزو سره مخامخ شوې ده. استخباراتي‌ ادارې ددې مسئلې په اړه تحقیقاتو ته دوام ورکوي خو تاسې ته دا خبره په پوره ډاډ سره ویلې شم چې نوی ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ د چین د ووهان ښار د لابراتوارونو نه خپور شوی دی او پدې اړه یو زیات شمیر کره شواهد او دلایل شتون لري."

د یادولو وړ ده چې ددینه وړاندې د انګلستان په ګډون یو زیات شمیر نورو هیوادونو هم  ددې ویروس د خپریدو په مسئله کې چین مقصر بللی وو او پدې اړه يي د پراخو تحقیقاتو د پيلولو غوښتنه کړې وه.



اړوند خبرونه