په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو واقعو شمیره د یو میلیون نه واوښته
په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۶۰ زرو تنو ته ورسیده
پداسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د درې میلیونو او سل زرو ته رسیدلې ده یواځې په امریکا متحده ایالتونونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د یو میلیون نه اوښتې ده .
په امریکا متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره یو میلیون او ۳۵ زرو نه واوښته. د ویلو ده چې پدې هیواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۶۰ زرو تنو نه ورسیده .
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امریکا کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د یو میلیون نه د اوښتو په اړه وویل چې په راتلوونکو ورځو کې به دا شمیره لا په چټکه توګه لوړه شي ځکه چې د ټسټونو کچه يي د پام وړ لوړه کړې ده .
هغه وویل په هیواد کې چې په هره اندازه ډیر ټسټونه وشي په هماغه اندازه د مثبتو پيښو کچه هم لوړیږي.
ټرمپ د لومړي ځل لپاره دا ومنله چې په امریکا کې د کرونا ویروس په مسئله کې په پیل کې لکه څرنګه چې لازمه وه په هغه ډول تدابیر نه وو نیول شوي .
هغه وویل په امریکا کې د کرونا ویروس په مسئله کې د متخصصینو او کارپوهانو اټکلونه ناسم راوختل. ټرمپ وویل چې کارپوهانو اټکل کړی وو چې کرونا ویروس به امریکا ته پدې اندازه زیانونه ونه رسوي خو د هغوې اټکل ناسم راوخوت.
هغوې ویلي وو چې دا ویروس د چین نه بهر نورو هیوادونو ته پدې پيغامونه نه خپریږي خو له بده مرغه چې دا ونشو او نورو هیوادونو ته په چټکه توګه خپور شو.
هغه زیاته کړه چې د کارپوهانو د سلامشورو له مخې حرکت کړی دی.
ټرمپ وویل چې یواځې متخصصین نه بلکې یو زیات شمیر انسانانو اټکلونه ناسم راوختل.