امریکا د ترکیې نه د طبي توکو د مرستې له امله مننه وکړه
د ترکیې لخوا لیږل شوې د طبي توکو مرستې امریکا ته ورسیدې
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ترکیې نه پدې حساس وخت کې امریکا سره د طبي توکو د مرستې له امله مننه وکړه.
د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر پمپیو د واشنګټن د هندریو په پوځي هډه کې ترکیې لخوا په رالیږل شوو طبي توکو بار الوتکې د کیناستو پر مهال اخیستل شوی عکس د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپرولو سره د ترکیې نه مننه وکړه.
هغه د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " ددې ډول بحرانونو پر وخت کې د ناټو سازمان غړي هیوادونه باید د یو بل تر څنګ ودریږي.
د کرونا ویروس له امله ډیر سخت ځپول شوو شوو سیمو کې د کووید ۱۹ پر خلاف زمونږ د مبارزې سره د مرستې په موخه د ترکیې لخوا د رالیږل شوو طبي توکو او سخاوتمندانه مرستې له امله مننه کوو. د امریکا خلک ستاسې د دوستۍ ، شراکت او ملاتړ له امله ستاسې منندوی دي.
د یادولو وړ ده چې ترکیې تیره ورځ یوه الوتکه په طبي توکو بار مرستې امریکا ته ولیږلې . د ترکیې لخوا لیږل شوې مرستې امریکا ته ورسیدې. په مرستو بار الوتکه د امریکا د پلازمینې واشنګټن ته نږدې د اندریو په هوايي هډه کې ښکته شوه.