ترکیې د امریکا سره د طبي توکو مرسته وکړه
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو سره چې په نړۍ کې د کرونا ویروس په مرکز بدل شوی دی د طبي توکو مرسته وکړه.
په طبي توکو بار الوتکه د پلازمینې انقرې نه د امریکا پر لورې حرکت وکړ.
د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت د امریکا متحده ایالتونو سره چې د کرونا ویروس له امله يي څه باندې ۵۵ زره تنه وګړي د لاسه ورکړي دي د طبي توکو مرسته وشوه. ترکیې د امریکا سره د جراحي ماسکونو، د مخ د سپر ، ان ۹۵ ماسکونو، د روغتیايي پرسونل محافطتي جامو او توکو او ضد عفوني موادو مرسته وکړه.
د ترکیې د ملي دفاع او روغتیا د وزارتو لخوا چمتو شوې مرستې د ای ۴۰۰ ام باربرۍ الوتکه کې د انقرې د امریکا پر لورې حرکت وکړ.
د مرستو په صندوقونو د ترکېې د نامتو صوفي مولانا جلال الدین هغه کلام چې د ناهیلۍ تر شا ډیر زیات امیدونه نغښتي دي او د تورتمونو تر شا ډیرې زیاتې ړڼاګانې شتون لري لیکل شوې وې.
د ویلو ده چې ترکیې ددینه وړاندې د ایټالیا، اسپانیا، مقدونیا، مونتینګرو، سربستان، بوسنیا هیرزګوینا، کوسووا، انګلستان او سومالیا په ګډون د نړۍ د ۵۵ هیوادونو سره د طبي توکو مرسته کړې وه.
د بله پلوه په انقره کې د امریکا سفارت د ترکیې لخوا د امریکا سره د طبي توکو د مرستو له امله د مننې پيغام خپور کړ.
د امریکا سفارت په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د کووید ۱۹ پر وړاندې د نړۍ په کچه د روانې مبارزې پدې حساس وخت کې د همفکره متحدینو ترمنځه نږدې همکاري ډیر مهم او ځانګړی اهمیت لري. هیڅ هیواد دا مبارزه په یواځې ځان پر مخ وړی نشي. د امریکا د حکومت په استازیتوب د ناټو د سازمان د غړي او امریکا د نږدې متحد هیواد ترکیې نه د ترسره کړو سخاوتمندانه طبي او نورو توکو د مرستې له امله مننه کوو. دا مرستې د ترکیې او امریکا ترمنځه د نږدې او قوي اړیکو ښکارندويي کوي. د امریکا د خلکو سره د ترکیې د حکومت ددې مرستو له امله د ترکیې د حکومت او ملت نه مننه کوو.