ان بي سي تلویزیون : ټرمپ غواړي د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه وباسي
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ غواړي د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي ادعا شوې ده.
ویل کیږي ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ته ویلي دي چې د کرونا ویروس له امله غواړي چې د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونه وباسي.
د امریکا د ان بي سي تلویزیون د امریکايي چارواکیو له قوله ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې د افغانستان نه په زرګونو تنه امریکايي ځواکونه وباسي او هیواد ته يي ستانه کړي. ټرمپ ددې خبرې لامل په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته د کرونا ویروس مخامخ ګواښ ښودلی دی.
د بله بیا د اناتولیا خبري اژانس ویلي دي چې د ټرمپ سلاکارانو د هغه ددې فکر سره مخالفت کړی دی. هغوې ویلي دي که چیرې امریکا دا کار وکړي ایټالیا او نور اروپايي هیوادونه به هم ورته ګامونه اوچت کړي. د ټرمپ سلاکاران غواړي چې هغه ددې فکر نه لاس په سر کړي.
د بله پلوه امریکايي چارواکیو د ان بي سي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي چې ټرمپ د طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې د کوم پرمختګ د نه سترګوکیدو او ددې بهیر په ډیر کلاره د پرمختګ په اړه د صبر کاسه ډکه شوې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت ددېنه مخکې د افغانستان نه خپل قرادادي ځواکونه وویستل.