په امریکا کې چورلکې سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د اریزونا په ایالت کې یوې چورلکې سقوط وکړ.
1404854
د اریزونا ایالت هوانوردۍ ادارې ویلي دي چې ددې ایالت د په سویل کې د میسا په ښار کې یوه چورلکه د نامعلوم لامل له امله لویدلې ده .
ویل کیږي په چورلکه کې دوو تنو شتون درلود چې یو تن يي ژوند د لاسه ورکړی دی او بل تن يي سخت ټپي شوی دی.
ویل کیږي چورلکه په یو پارک کې لویدلې ده .
د پيښې ټپي چې روغتون ته انتقال شوی دی روغتیايي حالت باریکه دی.
مسئولینو ویلي دي چې د پیښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.