چین د کرونا ضد جوړ کړي واکسین په کلینیکي ازمایښتونو پیل وکړ
په چین کې د نوي ډول کرونا ویروس ضد جوړ شوی واکسین لومړنۍ پړاو ازمایښت په بریالیتوب سره سرته د رسیدو نه وروسته په کلینیکي ازمایښتونو يي پیل شوی دی.
د ډیلي چینا ورځپاڼې د خبر له مخې د چین پوځي طب اکاډمۍ د بیوتکنالوژۍ د انیستیتیوت د څیړونکو لخوا جوړ شوي واکسین په کلینکي ازمایښتونو پیل شوی دی. د واکسین کلینیکي ازمایښتونه د تیرې پنجشنبې په ورځ د کرونا ویروس د مرکز د چین د ووهان په ښار کې پیل شوي دي.
په خبر کې راغلي چې دا واکسین د امنیت له پلوه په یوې ډلې رضاکاره کسانو باندې ازمایښت شوی دی. د لومړني پړاو ازمایښتونو نه وروسته په دویم پړاو ازمایښتونو پیل شوی دی.
همداشان په پام کې ده چې واکسین دا ځل په لا زیاتو کسانو باندې وازمایل شي.
د واکسین کلینیکي ازمایښت ته د مارچ په ۱۷ مه نیټه اجازه ورکړ شوې ده او لومړني ازمایښتونه يي د مارچ په میاشت کې سرته رسیدلي دي.
ویل کیږي د ازمایښت دویم پړاو په بریالیتوب د سرته رسیدو په صورت کې به په دریم پړاو کې په زر تنو دا واکسین وازمایل شي.
د ویلو ده چې د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د کرونا ویروس ضد د واکسین د جوړولو په چارو پیل کړی دی.