د تیلو تولیدونکي هیوادونه سره په توافق ورسیدل
د تېلو د سترو تولیدوونکو ۲۳ هېوادونو د اوپک سازمان ، روسیې او د تېلو نورو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د تولید د کمېدو په اړه توافق نهایي کړ.
ددې توافق له مخې به دا هیوادونه د مې د میاشتې د لومړۍ نیټې نه د جون میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې د تیلو تولید د ورځې لس میلیونه بیلره راکم کړي.
د تېلو تولېدوونکي او صادروونکي هېوادونه هیلهمن دي چې دغه توافق به وکړای شي چې د تېلو بیې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله رالوېدلي بېرته پورته او د تولید سیالي لهمنځه یوسي.
د اوپک او د روسیې په ګډون ۲۳ هېوادونو پرون د ورځې په وروستیو کې وویل چې د مې او جون په میاشتو کېیې د تېلو په تولید کې د ورځې د نهه میلیونه او ۷۰۰ زره بېرلو تېلو پر کمېدو موافقه کړې ده.
د اوپک سازمان عمومي سکرتر محمد بارکیندو وویل چې د تیلو د تولید او صادراتو د کچې د راټیټولو پریکړې په عملي کولو به د جمعې د ورځې نه په اعتبار سره پیل وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه ټويټ کې لیکلي چې ده ټولو ته ویلي چې دا د ټولو لپاره یوه ښه موافقه ده.
کرملېن نن وختي اعلان وکړ چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ټرمپ او د سعوي له پاچا سلمان سره د ټيلیفون له لارې خبرې وکړې او درې واړو له دغې موافقې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د تېلو په تولید کې دغه کمښت له هغه ډېر کم دی چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د تېلو د تقاضا په برخه کې رامنځته شوې.
د اټکل له مخې په اوس وخت کې په نړۍ کې د تېلو لپاره تقاضا د ورځې شاوخوا ۳۰ میلیون بېرله کمه شوې ده.
سپینې ماڼۍ هم ویلي دي چې درې واړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې د شوي توافق نه د ملاتړ او ممنونیت اظهار وکړ او ټرمپ د پوتین او ملک سلمان نه مننه وکړه.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.