په امریکا متحده ایالتونو کې  په اورلګیدنه کې ۳۵۰۰ موټرې وسوځیدې.

په امریکا کې د یو هوايي‌ ډګر د موټر په تم ځای کې اورلګیدنې په زرګونو موټرې وسوځولې

1392087
په امریکا متحده ایالتونو کې  په اورلګیدنه کې ۳۵۰۰ موټرې وسوځیدې.

 

د امریکا  د فلوریدا په ایالت کې په یو هوايي ډګر کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو له امله ۳۵۰۰ موټرې وسوځیدې.

اورلګیدنه د فلوریدا ایالت د فورت مایرز د ښار په سویل لویدیځ کې د فلوریدا د نړۍوال هوايي ډګر د موټرو په تم ځای کې د کرايي موټرو په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې د اور وژنې ادارې ویلي‌ دي‌ چې اورلګیدنه د جمعې په ورځ رامنځته شوې وه او نږدې لس جریبه سیمې ته خوره شوې وه.

د اورلګیدنې په پیل کې یواځې شل موټرې سوځیدلې وې خو تر څو چې اور لګیدنه تر کنټرول لاندې راوستل کیده په ۳۵۰۰ موټرې سوځیدلې وې.

د اور لمبې د ۱۸ ساعته دومداره هڅو نه وروسته تر کنټرول لاندې راغلې. ویل کیږي‌ اورلګیدنې هوايي ډګر ته کوم زیان ندی رسولی.

همداشان په اورلګیدنه کې ځاني‌ تلفات هم ندي‌ رامنځته شوي‌.

د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې نامعلوم دی او د لامل د معلومولو په خاطر يي تحقیقات پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه