په مکسیکو کې په وسله واله نښته کې ۱۹ تنه وژل شوي‌ دي

په مکسیکو کې په وسله واله نښته کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي‌ دي.

1391461
په مکسیکو کې په وسله واله نښته کې ۱۹ تنه وژل شوي‌ دي

 

د مکسیکو د چیهواوا د ایالت لوی څارنوالۍ ویلي‌ دي‌ چې پدې ایالت کې د نشه يي‌ توکو د دوو قاچاقبرو  ډلو ترمنځه وسله واله نښته شوې  ده چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د چیهواوا د ایالت لوی څارنوالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  دا نښته د یاد شوي‌ ایالت دمادیرا په سیمه کې شوې ده.

د نښتې نه وروسته سیمې ته پولیسو تر رسیدو پورې ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ځینې کسان ټپیان شوي‌ وو.

پولیسو د نښتې د سیمې نه ۱۸ ټوپکې، ۲ موټرې او ۲ هم لاسي‌ بمونه نیولي‌ دي.

د نښتې په اړه تحقیقات پیل شوي دي .



اړوند خبرونه