ایټالیا د ترکیې نه مننه وکړه
ایټالیا د نوي ډول کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې نه د مرستې او قوي همکارۍ له امله مننه وکړه.
1388239
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خپل ایټالیوي سیال لوئیجي دي مایو سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د هیواد د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې دا ټيلیفوني خبرې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر په غوښتنه ترسره شوي دي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ډي مایو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې نه کرونا ویروس او ساري ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ایټالیا سره د ترسره کړو مرستو او قوي همکارۍ له امله مننه وکړه.
د ویلو ده چې ایټالیا د کرونا ویروس د ساري ناروغیو له امله په نړۍ کې تر ټولو اغیزمن شوی هیواد دی.
پدې هیواد کې د کرونا په ویروس د اخته شوو کسانو شمیره د سلو زرو تنو نه اوښتې ده. همداشان په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله تر ۱۱ زرو تنو ډیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.