په ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره په چټکۍ سره مخ په لوړیدو ده
مونتینګرو د اروپا وروستی هیواد وو چې په هغه کې هم د کرونا ویروس مثبته پیښه ثبت شوه. پدې ډول د اروپا په ټولې لویې وچې ته د کرونا ویروس خپور شو.
1380507
د ویلو ده چې په ایټالیا کې چې د چین نه وروسته د کرونا ویروس نه تر ټولو زیات اغیزمن شوی د نوموړي ویروس له امله د ۳۴۵ تنو نورو کسانو د وژل کیدو نه د مړو شمیره ۲۵۰۳ تنو ته لوړه شوه.
همداشان په اسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۵۰۰ تنو نه واوښته. همداشان پدې هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره ۱۱زرو نه اوښتی ده.
همداشان په فرانسه کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۷۵ تنو ته لوړه شوې . په فرانسه کې د ولسمشر ماکرون په امر د ضروري حالاتو نه پرته نور په ګرځندوی محدودیت لګول شوی دی.
په جرمني کې هم د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۳ تنو ته رسیدلې ده. د ویلو ده چې په جرمني کې د اسراییلو سفیر او یو تن ډیپلوماټ په کرونا ویروس اخته شوي دي.
ددې پیښې نه وروسته په جرمني کې د اسراییلو د سفارت ټول کارکوونکي او ډیپلوماټان په خپلو کورونو کې په قرنطین کې نیول شوي دي.
په اتریش کې چې د کرونا ویروس له امله۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی په ګرځیدو او خلکو په تجمع بندیز لګول شوی دی. په اتریش کې ۶ تنه په یو ځای کې د راټولیدو اجازه نلري.
د اتریش لومړي وزیر ویلي دي چې په هیواد کې خلک یواځې د درې خبرو او اړتیاوو په خاطر د کورونو نه بهر وتلو اجازه لري چې هغه هم کار ته د تلو، د خوړو رانیولو او د لومړنیو اړتیاوو توکو د رانیولو په خاطر .
په انګلستان کې د نوي ډول کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۱۶ تنو ته لوړه شوې ده . همداشان پدې هیواد کې ۱۹۵۰ تنه په نوي ډول کرونا ویروس اخته شوي دي.