د اوکراین ولسمشر د خپل هیواد د وګړو نه د قرنطین د مراعات کولو غوښتنه وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي د اوکراین په خلکو غږ کړی دی چې په هیواد کې روان قرنطین په تطبیق کې مرسته وکړي او د ډیر شدید ضرورت نه پرته د کورونو نه بهر نشي.
همداشان هغه په هیواد کې غږ کړی دی چې " لکه څرنګه چې پوهیږۍ اوکراین د نفوس د کموالي د ستونزې سره مخامخ دی. ګمان کوم چې ددې بحران پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ښه وخت رارسیدلی دی. "
هغه دا څرګندونې په یوې تلویزیوني مرکه کې وکړې. هغه د اوکراین په خلکو غږ وکړ چې د ډیر شدید ضرورت نه پرته د کورونو نه بهر نشي او په خپلو کورونو کې پاتې شي. دا د قرنطین شپې او ورځې په کورونو کې د کتاب په لوستلو او فلمونو په ننداره کولو سره تیر کړي.
هغه د اوکراین په ځوانانو غږ وکړ چې ستاسې نه یوه غوښتنه لرم. لکه څرنګه چې پوهیږۍ اوکراین د نفوس د کموالي د ستونزې سره مخامخ دی. ګمان کوم چې ددې ستونزې د حل په خاطر د مبارزې او لازمونو ګامونو اوچتولو وخت راسیدلی دی.
د ویلو ده چې په اوکراین کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر د خوراکي موادو مغازو، درملتونونو او تیلو پمپونو نه پرته نور ټول تفریحي مرکزونه او ځایونه، د سوپر مارکیټونه ، رستورانتونه او هر څه تړل شوي دي.
راستورانتونو ته کورونو ته د ډوډۍ سرویس لپاره اجازه ورکول کیږي. اوکراین د مارچ د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره د ډیپلوماټانو او اقامت د تذکرو د خاوندانو نه پرته د دوو اونیو لپاره د ټولو بهرنیو وګړو پر مخ د هیواد دروازې تړلي دي. همداشان اوکراین د نن سهار نه په اعتبار سره خپل ټول بهرني سفرونه وځنډول.