چین د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.
ټرمپ د چین سخت غبرګون پارولی دی
د چین د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د نوي ډول کرونا ویروس نه د چین د ویروس په توګه د یادونې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. چین بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ټرمپ ددې څرګندونو په اړه ډیر زیات قهرجن دي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د کرونا ویروس ته د چین ته تړاو ورکول په اصل کې د لکې د پورې کولو یو ډول دی.
د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرونا ویروس په اړه د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي یو پيغام کې ویلي وو چې امریکا د چین ویروس نه د اغیزمن شوو په ځانګړې توګه هوايي کرښو شرکتونو او نورو سکتورونو نه به قوي ملاتړ وکړي او د هغوې سره به مرسته وکړي. د هر وخت نه به لا پسې غښتلي او پياوړي شو.
د ټرمپ لخوا د کرونا ویروس نه د چین د ویروس په توګه یادونه کولو د چین سربیره د نړۍ د یو زیات شمیر وګړو سخت غبرګونونه پارولي دي. یو زیات شمیر کسانو ټرمپ په ښکاره تبعیض تورن کړی دی.