اوکراین د ترکیې نه پیرودلي  بیرقدار ټي بي ۲ ډوله ډرون الوتکې په بریالیتوب سره  وازمایلې.

ترکیې په اوکراین بې پیلوټه الوتکې وپلورلې

1378709
اوکراین د ترکیې نه پیرودلي  بیرقدار ټي بي ۲ ډوله ډرون الوتکې په بریالیتوب سره  وازمایلې.

 

د اوکراین د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې نه ترلاسه کړو بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکو  په استفادې يي پيل کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  نوموړې ډرون الوتکې په ډیر بریالیتوب سره ازمایلي دي.

دا ډرون الوتکې مو په ډیره چټکه الوتکه الوزولي او هر ډول ازمایښتونو تابع کړي مو دي. همداشان ددې ډورن الوتکو محاربوي روزنیز پروګرام هم پيل کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا ډرون الوتکې به د اوکراین  وسله وال پوځ لا پیاوړی او ظرفیت به يي لوړ کړي.

د یادولو وړ ده چې  د ترکیې لخوا په سوریه کې د اسد رژیم پر خلاف په پیل کړو سپرلي سپر په عملیاتو کې  د ډرون الوتکو نه په ډیر بریالیتوب سره استفاده  کولو د ټولې نړۍ پام دې ډرون الوتکو ته راګرځولی دی.

اوکراین د ترکېې نه ۶ عدده بیرقدار ټي بي ۲ ډرون الوتکې پیرودلي دي چې یو څه موده مخکې  دې هیواد ته وسپارل شوې.



اړوند خبرونه