امریکا د کرونا ویروس ضد جوړ کړی واکسین نن د لومړي ځل لپاره امتحانوي
په امریکا متحده ایالتونو کې د نوي ډول کرونا ویروس لپاره جوړ شوی واکسین نن د لومړي ځل لپاره واشنګټن ایالت کې امتحانیږي.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د امریکايي چارواکیو له قوله لیکلي دي چې د امریکا د ملي روغتیايي انیستیتیوتونو لخوا جوړ شوی واکسین د واشنګټن ایالت د سیټل ښار د قیصر پرماننته د روغتیايي تحقیقاتو په انیستیتیوت کې امتحانیږي.
ویل کیږي دا واکسین به په ۴۵ تنو داوطلبه صحي کسانو باندې تطبیق او امتحان کړی شي. پدې کسانو کې به یواځې او یواځې د واکسین جانبي عوارض امتحان کړی شي.
نوموړو چارواکیو ویلي دي چې د کرونا ویروس د ناروغو لپاره د تطبیق په خاطر دا واکسین د ۸ میاشتو نه تر یو کاله پورې وخت اړتیا لري.
پداسې حال کې چې د کرونا ویروس په ډیرې چټکۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته د خوریدو په حال کې دی د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو د نوموړی ویروس ضد واکسین د جوړولو په خاطر هلې ځلې پیل کړي دي.
د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمیرو له مخې په نړۍ کې څه باندې ۱۶۰ زره تنه د لومړي ځل لپاره د چین د ووهان په ښار کې لیدل شوي په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د کرونا ویروس له امله نږدې ۶زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.