اسد رژیم لخوا په ادلب کې په ترکي ځواکونو د خونړي برید نه وروسته روسیې چپتیا ماته کړه
روسیه : برید د اسد رژیم لخوا شوی دی
1368001
روسیې د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي ځواکونو د خونړي او خاین برید نه وروسته چې په نتیجه کې ۳۳ تنه سرتیري شهیدان شوي چپتیا ماته کړه.
د روسیې د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې " په ترکي ځواکونو پداسې سیمه برید شوی دی چې باید پکې نوای. برید د اسد رژیم د جنګي الوتکو لخوا شوی دی."
په بیان کې راغلي دي په کومه سیمه کې چې په ترکی ځواکونو برید شوی دی هلته د روسیې الوتکو شتون نه درلود او عملیات يي هم ندي ترسره کړي .
" د ترکیې د تلفاتو نه وروسته اوربند ته چمتو یو."
همداشان په بیان کې ددې خبرې په تینګار ویل شوي دي چې په ادلب کې د ترکیې د همغږۍ د مرکز سره د تماس په حال کې یو.