په سوریه کې په ترکي ځواکونو د خونړي برید په اړه د نړۍ غبرګونونه
د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي ځواکونو خونړي برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي.
د اروپا په پارلمان کې د ترکیې راپورتر ناچو سانچز امور په ادلب کې په ترکي ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې ویلي دي چې ډیر زیات خواشیني یو.
هغه پدې برید کې د شهید شوو ترکي سرتیرو په خاطر په خپور کړي پیغام کې ویلي دي “ د ترکي سرتیرو د وژل کیدو له امله ډیر زیات خواشیني او د روانو پرمختګونو په اړه اندیښمن یو. اروپايي ټولنه یو لا ډاډمند متحد او متفق دی. “
د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولتنبرګ په سوریه کې په ترکي ځواکونو ترسره شوی دا خاین برید په کلکو ټکو غندلی . هغه ویلي دي چې په ادلب کې د اسد د رژیم او د هغه ملاتړ کوونکو روسیې بریدونه غندو. هغه د اسد په رژیم او ملاتړ کوونکو يي هر څه ژر دا بریدونه پایته رسولو غږ کړی دی.
امریکا متحده ایالتونو د برید په غبرګون کې د ترکیې نه د ملاتړ اعلان کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ددې خاین برید په غبرګون کې ویلي دي چې “ د ناټو په سازمان کې د خپل نږدې متحد هیواد ترکیې ترڅنګ ولاړ یو . د ترکیې سره پدې بحران کې څه ډول لا ښه مرسته کولای شو په مسئلې غور کوو“
امریکا ددې برید په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده .