د جزاء نړۍوالې محکمې لوی څارنوالې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو د څیړولو غوښتنه کړې

د جزاء نړۍوالې محکمې ویلي دي چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ترسره شوو احتمالي جنګي او بشري جنایتونو د څیړولو او یا نه څیړولو په اړه وروستۍ پریکړه به د مارچ په پنځمه نیټه وکړي.

1367289
د جزاء نړۍوالې محکمې لوی څارنوالې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو د څیړولو غوښتنه کړې

د جزاء نړۍوالې محکمې چې په افغانستان کې د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځه په جګړه کې  د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړولو اړوند  غوښتنه رد کړې وه ، او ددوې د رد پر پریکړې اعتراض شوی وو ، ویلي دي چې پدې اړه وروستۍ پریکړه به د مارچ په ۵ مه نيټه  اعلان کړي.

د جزا‌‌ء نړۍواله محکمه چې مرکز يي د هالنډ د لاهې په ښار کې دی پدې اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې  د افغانستان په جګړه کې د ترسره شوو احتمالي جنګي  او بشري جنایتونو د څیړولو غوښتنه چې ددوې لخوا رد شوې وه او دا مسئله  د تمیز محکمې انتقال شوې ده   پدې اړه وروستۍ پریکړه به  د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۵ نيټه  اعلان شي.

د ویلو ده چې  د جزاء د نړۍوالې محکمې لوی څارنوالې میرمن فتتو بینسودا  په ۲۰۱۷ کال کې  د امریکايي عسکرو او امریکا د استخباراتو او افغان ځواکونو لخوا د افغانستان په جګړه کې د جنګي جنایتونو د ترسره کیدو او د طالبانو لخوا د بشري جنایتونو د ترسره کیدو د ادعاګانو د څیړونو غوښتنه کړې وه.

لوی څارنوالې ویلي وو  سره ددې چې امریکا د جزاء د نړۍوالې محکمې غړیتوب نلري خو دا چې افغانستان ددې محکمی غړی دی او دا جرم په افغانستان کې ترسره شوی دی کولای شو چې دا مسئله وڅیړولو.

امریکا متحده ایالتونو بیا ګواښ کړی وو چې  د جزاء نړۍوالې محکمې پروسونل ته به په افغانستان او یا په بل کوم هیواد کې  د امریکايي سرتیرو په اړه د څیړونو اجازه او ویزه  ورنکړي. د همدې امله يي  د لوی څارنوالې بینسودا  ویزه  لغوه کړې وه.

د جزاء نړۍوالې محکمې  په لومړنۍ جلسه کې  د لوی څارنوالۍ د تحقیقاتو غوښتنه رد کړې وه خو هغې  د محکمې د رد پر پریکړې اعتراض وکړ او تمیز محکمې ته يي مراجعه وکړه.



اړوند خبرونه