په جرمني کې داځل د یو جشن پر ګډونوالو د موټر پر مټ برید وشو

په جرمني کې  یو تن  د جشن د مراسمو په ګډونوالو  موټر وځغلولو او په لسګونو تنه يي د موټر لاندې کړل.

1365622
په جرمني کې داځل د یو جشن پر ګډونوالو د موټر پر مټ برید وشو

 

د جرمني د هیسن  ایالت  اړوند  د والداېک فرانکنبېرګ  په سیمه کې  یو تن  د موټر کارنیوال یا جشن په ګډونوالو  موټر وځغلو چې په نتیجه کې ۳۰ تنه ټپیان کړي دي. د ټپیانو نه د ۷ تنو روغتیايي  حالت باریکه  دی.

د هیسن ایالت  پولیسو ویلي دي چې دا پیښه  قصدي  برید دی.

پولیسو د موټر د چلوونکي د نیولو نه خبر ورکړی دی.

پیښه  پرون د مازیګر د څلور بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.

پولیسو ویلي دي چې  موټر چلوونکي په قصدي ډول  د خلکو پر ګڼه ګوڼې موټر ځغلولی او ګن شمیر کسان  لاندې کړي دي. خو ددې پيښې اصلي لامل تر اوسه پورې معلوم ندی.

د بله پلوه د فرانکفوت ایالت د امنیې قومندان ویلي دي چې  پدې پيښه کې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي چې د ۷ تنو روغیتايي حالت يي ښه ندی.

هغه ویلي دي چې په ټپیانو کې ماشومان هم  شتن لري.

برید کوونکی  ۲۹ کاله عمر لري او د جرمني وګړی دی .

عینې شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې  موټر چلوونکي د جشن په سیمه کې  د ایښودل شوو موانعو نه په تیریدو سره  په قصدي ډول موټر په خلکو پورته کړ. برید کوونکي پر خلکو د موټر د ځغلولو نه وروسته  موټر ته لا سرعت ورکړ او نږدې ۳۰ متره يي موټر پر خلکو وځغلو.

ددې برید نه وروسته  په یاد شوي ښار کې  ټول جشنونه یا کارنیوال  مراسم  لغوه شول.


پيوندونه: #برید , #جرمني

اړوند خبرونه