هند او امریکا د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
امریکا متحده ایالتونو او هندوستان د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې هندوستان ته سفر کړی دی په پلازمینه نوي ډیلۍ کې د هندوستان د لومړي وزیر مودي سره په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ټرمپ خبري غونډې ته وویل چې د هندوستان سفر يي ډیر ګټور او ښه تیر شو.
" دواړه هیوادونه تل د ګډو ارزښتونو په رڼا کې دوست پاتې شوي دي. "
هغه وویل چې نن مو د هندوستان سره د څه باندې ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت د اپاچي او mh-60 رومایو چورلکو او پوځي تجهیزاتو په اړه تړون لاسلیک کړ. دواړو هیوادونو ترمنځه دفاعي همکاریو په برخه کې اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی دی.
ددې تړون سره به په متقابله توګه دفاعي ظرفیت لوړ شي.
هغه وویل چې د هندوستان د لومړي وزیر مودي سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په مسئله کې هم تفاهم وکړ.
همداشان د هندوستان لومړي وزیر مودي بیا خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي ټرمپ سره مو په دفاعي برخو کې د دواړو هیوادونو په شراکت، امنیت، انرژۍ، تجارت او دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو په څیر په مهمو مسئلو د خبرو او بحث فرصت پیدا کړ او خبرې مو وکړې.
هغه وویل چې د کورني امنیت تړون به د دواړو هیوادونو اړیکې او همکاري لا پسې قوي کړي. هغه وویل چې د هندوستان ځواکونه تعلیمي تطبیقات ډیری د امریکا سره ترسره کړي.
هغه وویل چې هیوادونو د امنیت د کچې د لوړولو او نړۍوالې ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې همکارۍ کچه لوړه کړو.