د ټرمپ حکومت د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په خاطر ۲ نیم میلیارده ډالره بودیجه غوښتې ده
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د نوي ډول کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې په خاطر به د کانګرس نه لږ تر لږه د دونیم میلیارده ډالرو اضافه بودیجې غوښتنه وکړي.
1365659
دا خبره د سپینې ماڼۍ د بودیجې او ادارې د دفتر ویاند راچل سیمل وکړه.
هغه وویل چې " ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره د کرونا ویروس د خپریدو مسئلې ته د یوې جدي ستونزې په سترګه ګوري."
د ویروس پر خلاف د مبارزې لپاره به دونیم میلیارده ډالره اضافه بودیجې غوښتنه وکړي. پدې اړه به پلان کانګرس ته وړاندې کړي.
ددې پیسو نه یو میلیارد به يي د کرونا ویروس ضد د واکسین د جوړولو چارو ته ځانګړې کړي .
په کانګرس کې ډیموکراټانو د کرونا ویروس په مسئله کې څو ځلې د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړ او ټرمپ ته يي پدې برخه کې د لازمو ګامونو د اوچتولو بلنه ورکړې.
د بله پلوه د امریکا ولسمشر ټرمپ بیا د کرونا ویروس په اړه د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " په امریکا کې کرونا ویروس تر کنټرول لاندې نیول شوی دی. د ټولو خواوو او اړوندو هیوادونو سره د تماس په حال کې یو. "