جرمني ولسمشر : مونږ ټول د هر ډول نفرت او شدت مخالف یو

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شتاین مایر وویل چې  د هاناو په ښار کې د تیرې ورځې په توکمیز برید کې ۹ تنه په ډیرې بې رحمۍ سره په قتل رسول شوي دي.

1363566
جرمني ولسمشر : مونږ ټول د هر ډول نفرت او شدت مخالف یو

 

هغه وویل چې " مونږ   ټول په ګډه  د نفرت او شدت مخالف . پدې اړه باید د مسئولیت احساس وکړو. په سیاست، مطبوعاتو او ټولنه کې باید په خپلې ژبې  تل حاکم  اوسو ."

د ویلو ده چې  تیره ورځ  د هاناو په ښار کې د توکمیز ترهګریز برید د قربانیانو په خاطر ځانګړي مراسم جوړ شول.

د جرمني ولسمشر شټاین مایر د خپلې میرمنې سره په ګده پدې مراسمو کې ګډون کړی وو. هغه  دلته په خپله وینا کې وویل چې  ددې برید په اړه ډیر حیران او قهرجن یم.

هغه وویل چې د جرمني په څه باندې ۵۰ ښارونو کې ددې غمیزې د قربانیانو د یاد په خاطر په جوړولو  مراسمو کې په زرګونو تنو ګډون کړی دی.

پدې برید کې ۹ تنه په ډیرې بې رحمۍ او وحشي ډول سره  په قتل رسول شوي دي

هغه زیاته کړه چې " زمونږ ټول خلک او هیوادوال نن خواشیني دي. یوه ډیر خواشینوونکې  پیښه ده. مونږ  دا غم  د زړه د تل نه احساس کړ او ددې درد او غم  تیریدل هم  ډیره ګرانه خبره ده."

هغه وویل چې ددې ترهګري برید اصلي هدف د خلکو په منځ کې د ویرې حاکمول دي.

مونږ ټول په ګډه د هر ډول نفرت او شدت مخالف یو. هر سړی باید پدې برخه کې د مسئولیت احساس وکړي او مسئولیت ومني. په سیاست، مطبوعاتو  او ټولنه کې خپلې ژبې او خبرو ته باید ډیر زیات دقت وکړو او په خپلې ژبې حاکم شو.

د جرمني ولسمشر شټاین مایر د بریدونو د دواړو ځایونو نه لیدنه وکړه او هلته يي  د ترسره شوي قتل عام په ځایونو د ګلانو ګیډۍ کیښودې او د پیښې قربانیانو ته يي د درناوي مراسم پر ځای کړل.

د ویلو ده چې  تیره ورځ د جرمني د هاناو په ښار کې په دوو کافي خونو خونړيز بریدونه وشول چې په پایله کې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پنځه تنه يي  ترکان ول.

د نوموړي قتل عام ترسره کوونکي  دواړه برید کوونکي په خپلو کورونو کې  مړه  موندل شوي دي. د برید کوونکو نه یو تن يي ۴۳ کلن او بل يي بیا د ۷۲ کلن وو.


پيوندونه: #برید , #هاناو , #جرمني

اړوند خبرونه