امریکا لنډ مهاله سیاحتي ویزې صدور بند کړ

امریکا  متحده ایالتونه  ددینه وروسته  هغه میندوارو میرمنو ته  چې غواړي  ولادت په امریکا وکړي  ویزه نه ورکوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ  پدې برخه کې لومړی ګام  اوچت کړ.

1346464
امریکا لنډ مهاله سیاحتي ویزې صدور بند کړ

 

سپینې ماڼۍ  ویلي دي چې   بهرنیو چارو وزارت به  د ۲۰۲۰ میلادي کال  د جنوري د ۲۴ مې نیټې نه په اعتبار سره  د B1    او  B2 ډولې  ویزو  صدرو  چې په ځانګړې توګه  هغه میرمنو ته چې  غوښتل به يي  ولادت په امریکا وکړي  ورکول کیدې  بندې کړي.

د ټرمپ  حکومت چې د اوږدې مودې راهیسې  پدې برخه کې  د جدي اصلاحاتو  راوستو  پلان  درلود  لومړی ګام يي اوچت کړ.

د سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  ” د بهرنیو چارو وزارت به د ۲۰۲۰ میلادي کال  د جنوري د ۲۴ مې نيتې په اعتبار سره  د  B1    او  B2 ډولو لنډو سیاحتي  ویزو  صدرو  چې په ځانګړې توګه  به ترینه  د ولادت د توریزم  به برخه کې  کار اخیستل کیده  بندې کړي. ډیرو  کسانو به  په امریکا د ولادت په کولو سره  خپلو ماشومانو په اتوماتیک ډول سره  د امریکا د تابعیت  د اخیستو په خاطر  دا ویزې  ترلاسه کولې چې ددینه وروسته به  هیچا ته ورنکړل شي.“

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې  دا اصلاحات  او تغیرات  د امریکا  د ملي او عامه امنیت او کډوالۍ  سیستم  له پلوه  یو ډیر مهم ګام م دی.

په بیان کې راغلي دي چې  د ولادت توریزم  په ځانګړې توګه  د امریکا په روغتونونو  یو ستر  بار  دی  او ددې سربیره  ددې بهیر نه به  یو زیات شمیر  کسانو  ناوړه ګټه پورته کوله.

ددې قانونې  تشې  د ډکولو په خاطر  دا  یو ډیر مهم  ګام  دی  او ددې سره به  د ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول  خطراتو مخه ونیول شي.   



اړوند خبرونه