امریکا او چین ترمنځه تجاري جګړه رسمآ پایته ورسیده.
د امریکا او چین ترمنځه نوی تجاري تړون لاسلیک شو
امریکا او چین د نوي تجاري تړون په لاسلیکولو سره د نوموړو هیوادونو ترمنځه روانې تجاري جګړې ته د پای ټکی کیښود.
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ د چین د ولسمشر مرستیال لیو هي سره په سپینه ماڼۍ کې د تجاري تړون لومړی فاز لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر ټرمپ د تړون د لاسلیکولو نه مخکې په خپله وینا کې وویل چې دا تړون به د امریکا او چین ترمنځه د تجارت په برخه کې یو نوی پيل وي.
هغه زیاته کړه " نن د چین سره د تجاري اړیکو په برخه کې یو داسې ګام اوچتوو چې ددینه مخکې کله هم ندی اوچت شوی. د نوي تجاري تړون لومړی فاز لاسلیکوو.دا تړون ددینه مخکې د امریکا سره د لاسلیک شوو تړونونو نه په مراتبو لوی دی."
د امریکا ولسمشر ټرمپ په نږدې راتلوونکې کې چین ته د خپل سفر نه هم خبر ورکړ.
ټرمپ وویل چې د تجاري تړون د دویم فاز په اړه په چارې پیل شوي دي خو دریم فاز به ونلري.
د بله پلوه د چین د ولسمشر مرستیال لیو هي د نوموړي تړون په اهمیت د ټینګار سره وویل چې دا به د امریکا او چین ترمنځه په تجاري اړیکو کې یو نوی پیل وي. هغه وویل پوره باور لري چې دا همکاري به په همدې شان دوام وکړي.
همداشان د چین مرستیال ولسمشر د چین د ولسمشر شي جینپینګ لخوا ټرمپ ته په خطاب کې لیکل شوی لیک د کډونوالو په حضور کې ولوست.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د مارچ په میاشت کې د چین په یو زیات شمیر توکو د ګمرکي تعرفې د لوړولو سره د چین او امریکا ترمنځه تجاري جګړه پیل کړې وه.
ددې په مقابل کې چین هم د امریکا په یو زیات شمیر توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه.